«په انځورونو مې هر څه لوټ کړل»: ارباب سره د ځلاند خواله

ځلاند: ارباب صیب، حمدالله ارباب څوک دی او څومره زده کړې یې کړی؟

حمدالله ارباب د څارنوال نجیب الله خان ځوې، د مولوی فقیرالله مشهور په صاحب حق، لمسی دی. ابۍ یې ورته یو کیتابچه ښودلې وه چې دادا یې پکې په خپله لیکلی چې حمدالله بچی یې په دیارلس سوه اته پنځوسم کال کې پیدا شوی، د زیږیدلو ځی یې فقیرکوټ کلی، څوکۍ ولسوالۍ کونړ ولایت بره بښتونخوا افغانستان دی.

کله چې په خپله خاوره ماجر و نو تراوم صنف پورې یې سبق د کوزې پښتونخوا په ناوه ګۍ باجوړ کې ویلی، بیا چې کله د کونړ نه روسان او وتل نو کورنۍ یې خپل پلرنی کلی ته په کونړ کې ستانه شول، خو حمدالله د سبق په خاطر د خپل ماما مرحوم شمس الهدا شمس کره پېښور ته لاړو او الته د ماما په کور کې چې په کباپیانو کې د ورسک روډ ترڅنګ اوسیدل، کره پاتې شو او تر دولسمه یې سبق املته او وېلو. د امقه وخت نه د حمدالله ټول شوق د رسامۍ او وردش سره و نو په ډیرو موشکلاتو به په ایمتیحانونو کې کامیبیدلو، نالایقه هم نه و خو بس سبق ویلو سره یې سره شوق نه و، د جیکی چن فلمونو سم نیونی کړی و!! بس رسمونه جوړول، وردش (د شکر درې د استاذ یوسف دلدار نه یې تې کوان دو زده کوله!) او کیرکټ به یې هم کولو، اغه وخت خو د افغانستان د کیرکټ ټیم څه چې حکومت سم نه و نو بس پاکستان په کیرکټ ټیمونو به یې د پیپسی بوتلو شرطونه لګول!!

د دولسم صنف نه چې د پاکستانی نصاب تعلیم و، کې په ډیره موشکله کامیابه شوی و او نومرې یې ډیر کمې وې، بیخی کمې بس ایله د پېښور ملګرو خبره پاس شوی و، نو په کالج یا پونتون کې ورته د داخلې چانس نه و. د  انځورګرۍ سره د شوق له کبله ورته په پېښور پوهنتون کې د ښکلو هنرونو په فاکولته کې د درس ویلو یو څه چانس و خو کورنۍ یې په دې فکر وه چې حمدالله خو لایقه الک دی، باید ډانکټر شی او هونر هایې زیبا یا د ښکلی هنرونه خو ډمتوب و او په هڅ وجه یې باید دغه رنګ سبق نه وی ویلی، نو د مجبورئ نه حمدالله په ۲۰۰۰ کال کې بیرته کونړ ته راغلو او د یو څو میاشتو روسته یې واده وکړو او ورپسې یې په کابل کې په یو نړیواله مرستندویه اداره کې یې کار پېل کړو.   په ۲۰۱۰ کال کې یې د جالبات ښار په آریانا پونتون کې حقوق او سیاسی علوم ولوستل.

حمدالله ارباب ته په وړوکتوب کې نیکه د خپل تره لور ورکړې وه چې د هغې میرمن نوم یې حمېده ارباب  دی او دری بچی یې دی، سیلاب ارباب، امیل ارباب او هنداره ارباب، بیا حمد الله ارباب په ۲۰۰۶ کې دویم واده وکړو، د دوېمې میرمن نوم یې روبینه ارباب دی، څلور لوڼه ترې لری، مشره لور یې پلوڅه ارباب، دُرخانۍ ارباب او غوړګه ارباب یو ځی شوی دی او کشرۍ لور یې لمن ارباب ده.

حمدالله ارباب وس هم په یوه نړیواله مرستندویه اداره کې د همغږۍ او حکومتولۍ په برخه کې کار کوی. په تیرو شپاړس کلونو کې یې د نړۍ به مختلفو هیوادونو کې په مختلفو موضوعاتو ټرینګونو کې برخه اخیستې ده.

پښتو یې مورنۍ ژبه ده، دری، اردو او انګلیسی ژبو باندې هم پوهیږی.

خلک وایی ټولنیز فعال دی خو دومره فال ام نه دی!! د تیرو یولسو کلونو راهیسی د جالباتو په ښار جالبات کې ژوند کوی.

ځلاند: تاسې زموږ د ټولنې یو پېژندل شوی انځورګر یاستئ، څنګه پوه شوئ چې دغه وړتیا لرئ او کله مو انځورګری پیل کړه؟

مانه دا پوښتنه هر وخت کیږی، خو داسې دقیق راته نه دی مالوم چې ما کله او څنګه او ولې انځورګری شرو کړه، خو چې کله نه په ښه او بد پویې شوی یم نو انځور جوړولو سره مې شوق و. چې کله پېښور ته د خپل ماما کره لاړم نو الته مې ورسره بیخی مینه زیاته شوه او په دغه وخت کې ډیرو د انځورګرۍ کورسونو یا مراکزو ته هم ورغلم خو هغه مراکز تر ډیره توجارتی ول، کوم خاص څه یې شاګردانو ته نه زده کول بلکې د خپل میاشتینی فیس په غم کې به وو. نو ما خپل کوشش جاری وساتلو او بس انځورونه به مې جوړول. کله چې په ۲۰۰۰ کال کې کله کونړ او بیا کابل ته راغلم نو بیا وظیفه وه نو کله نا کله به مې انځورونه جوړول، خو چې سم کار مې ورته ویلی هغه د ۲۰۰۷ کال نه را په دیخوا دی چې کله مونږ د ځوانان په عمل کې ټولنه جوړه کړله چې یو رضاکاره ټولنه ده نو په دغه ټولنه کې بیا انځور او د انځورګرۍ نه مونږ د پېغام رسولو لپاره د یو وسیلی په توګه استفاده کوله. نو بیا دا لړۍ ورو ورو تیزه شوه، نندارتونونه مې په خپلو امکاناتو جوړول شرو کړل او لا هم دا لړۍ روانه ده.

ځلاند: زموږ ټولنه کې عام خلک د دغه ډول فن پر اهمیت ډېر نه پوهېږی. د فنکارۍ په اړه مو د کورنۍ او دوستانو غبرګون څه و؟

افغانان او په ځانګړې توګه د پښتنو د ژوند ډیرې برخې له هنر نه ډکې دی، ډیر زیات هنری اېستېدادونه لری. له بده مرغه او تر ډیره زمونږ د خپله لاسه، زمونږ ټول عومر په خپله منځی تربورولۍ، د غېرت په نوم جهالتونو، دوشمنۍ او د پردیو له لورې په مونږ د تپل شوی جګړو کې تیر شو. د پښتون قام د ژوند هرې برخې ته چې وګورې نو هنر پکې خکاری. تاسو فکر وکړۍ چې د ننګرار پیر روښان بابا رح پونتون چې د افغانستان دویم تاریخی پونتون دی خو لا تر اوسه مونږ په دغه تاریخی پونتون کې د ښکلو هنرونو فاکولته نه لرو؟! حال دا چې د خدای دلۍ ځوانان شته چې د ښکلو هنرو په برخه کې زده کړه کول غواړی او ښه پوټینشل هم لری. زه د تیرو یولس کلونو نه د افغانستان په مشرقی ولایتونو کې ژوند کوم، زما ښه یاد شی چې کله ما لومړنی انځوریز نندارتون په جالبات ښار کې وکړو نو یو نفر رانه د یو انځور په اړه پوښتنه وکړه چې ارباپه دا انځور درنه لکه چې خراب شوی دی یا درنه پې چی یا اوبه اووختی دی؟! نو ما ورته بیا هغه انځور تشریح کړو چې نه! په دې انځور چی یا اوبه نه دی اوختی بلکې دا انځور ما د اوبو په رنګونو جوړ کړی دی او دا رنګه انځورونه د اوبو په رنګونو جوړیږی. نن چې زه د مشرقی ولایتونو او په ټوله کې د پښتنو د سیمو ځوانان وینم نو نه یواځې چې په ښکلو هنرونو یا انځورګرۍ تر ډیره حده بلد شوی دی او پېغام ترې اخیستلی شی، بلکې یو نیم پکې نقد هم کوی! په هنر کې یو مهم رول د سمبولونو وی، نو په دغه برخه کې هم لا ډیر کار ته اړتیا شته چې زمونږ پښتانه د سمبولزم یا سمبولونو په ژبه پوهه شی نو که بیا کوم داسې هنری انځور وی چې په هغې کې په سبمولیکه ژبه پېغام پروت وی نو خلک به پرې پوهیږی، خو دا کار ډیر مزل غواړی چې باید ترسره یې کړو.

زه چون د یو داسې کورنۍ سره تړاو لرم چې هغوۍ مولین دی، زما نیکه مولا و، پلار مې هم شریعت لوستی دی او داسې زما ترونه او نور خپلوان. نو ظاهره خبره ده چې په پېل کې زما د انځورګرۍ په اړه زما د خپلوانو او کلیوالو ښه تاثر نه و. خو کله چې ورو ورو ما نندارتونه شرو کړل، بیا پکې فیس بوک را او تلو او زما انځورونه خلکو ته ورسیدل او د خلکو سره یې خبرې شرو کړې نو نن زما کورنۍ او زما کلیوال زما په انځورګرۍ د خوشالۍ احساس کوی او نوره حوصله هم راکوی. پښتانه ډیر ښه پاک زړه لری، خو بس چا ورسره په اخلاص کار نه دی کړی، که چیرته دې قام سره په اخلاص کار وشی، کار وشی نه مې غرض د دوئ عامه پوهاوی، په مسایلو او د نړۍ په پرمختګونو خبرول، هغه هم د اسلامی اصولو او ریښتینی افغانی/پښتنی ارزښتونو په رڼا کې په سمه توګه وشی نو بیا به دا قام د نړۍ تر ټولو مخکې روان وی. خو بس هر چا تر خپله وسه د یو بل د وژنې لپاره د دوئ د پاکو احساساتو نه ګټه پورته کړې ده او لا هم دغه بدبختی روانه ده.

ځلاند: لومړی انځور مو کوم دی او کوم انځور مشهور کړئ؟

راته نه دی یاد چې لومړی انځور مې کوم یو و یا دی او داسې کوم ځانګړی انځور هم نه وی چې زه یې مشهور کړی یم. زه خو نن سبا فیس بوک او سیلفیانو مشهور کړی ېم!! بلکې ځان مې په خپله مشهور کړی دی!! هره ورځ ځانله پخپله مشهورتیا کومه!! خو مشهورتیا اله خوند کوی چې ولس ته یو خه خیر ورسوې، که نه داسې خو دلته ډیر مفسدین هم مشهور دی خو خلک یې د نوم په اوریدلو سره ورته خیراګانې کوی.

ځلاند: تاسې د مختلفو فکرونو او سیاسی اړخونو د چارواکو انځورونه کښلی. د ولسمشر غنی، انجنیر حکمتیار، طالب مشرانو او نورو سیاسی خواوو د مشرانو انځورونه مو وېستلی. دغه راز د ځوانو لیکوالو او فعالو انځورونه مو وېستی. د انځورکولو معیار مو څه دی؟

خطرناکې پوختنې کوئ!! لکه مخکې چې مې ذکر وکړو، زه خپله د می مولالمسی یم، په یو ایساب د کمونېستانو په ایستیلا په اشرارو کې راځو!! ځکه مونږ د روسانو د لاسه په خپله خاوره، کوزه پښتونخوا کې ماجر وو! دا چې بر وطن ته بیرته راغلم نو دلته هم په ځی د دې چې یو بل سره مینه وکړو، یو بل ته د مرستې لاس ورکړو، دلته د خپلو شخصی اغراضو په خاطر ځینې تش په نامه مشرانو د افغان په خاوره دا شته ولسونه/قومونه د تعصب په مرض اخته کړی ول. هرې خواته نفرتونه، تشدد او بدختی. زه خپله د مخونو انځورونه جوړومه، پورټریټ انځورونه! چې په دغه سلسله کې مې تر ډیره کوشش کړی دی چې د پښتنو انځورونه جوړ کړم ځکه په دغه برخه کې ډیر لږ کار شوی دی. هغه پښتانه مشران مې ډیر جوړ کړی دی چې د افغانستان لپاره یې په مختلفو برخو کې په یو نه یو شکل خدمت کړی دی، د یو څو ذکر به وکړم لکه میرویس نیکه رح، احمد شاه بابا رح، پیر روښان بابا رح، خوشال خان خټک بابا رح، فخر افغان باچا خان بابا رح، اپی فقیر رح او داسې په سلهاوو نور. البته یو نیم وخت رانه خبره یو څه سیاسی هم شی، هغه په دې مانا چې په روان بهران کې زما تر ټولو لویه غوښتنه د پښتون قام د روان جینوسایډ مخنیوی دی، او دویمه مهمه مسله د سولې او د یو بل د زغملو ده. نو چون د پښتون ټبر اکثره وګړی او په ټوله کې افغانان په یو او بل تنظیم او ډلې پورې تړلی دی یا وو یا ویشل شوی دی، نو وس دلته که د یو بل په وړاندې زغم وه نه لرو نو مامله نه جوړیږی. تاسو په سوال کې ځینو نومونو ته ایشاره کړې ده، دا اشخاص ممکن د ځینو افغانانو یا پښتنو خوښ شی او د ځینو بدې راشی خو زما غرض د مثال په توګه د حکمتیار صیب د انځور نه دا و چې افغان حکومت د هغه سره د یو موخالف په توګه د سولې خبره کوله او ما د دغې خبرې په ملاتړ کې د هغه انځور جوړ کړو ترڅو د سولې پروسه پسې په ولسی کچه لا قوی شی او په ټولنه کې دا فکر عام شی چې ټول عومر به جنګ نه وی او مونږ ته سوله پکار ده. امدا شان د طالب مشرانو، د کمونستانو وغیره. زما پکې شخصی ګټه ځکه نشته چې رنګونه هم زما، وخت هم زما او انرژی هم زما مصرفیږی، د پاسه پکې د خلکو بدې ردې هم اورم. خو زه ویم خیر که نن نه وی ممکن سباته دا ځینې ملګری زما په غرض پوهه شی. البته زه دا خبره هم نه کومه چې که ما د چا انځور جوړ کړو نو بس هغه ته برائت حاصل شو او د الله پاک او د بنده حقوق ورته ماف شول، نه! داسې نه ده! که چیرته مونږ په افغانستان کې د انتقالی عدالت  خبره کوو نو بیا دلته هر هغه مشر چې که په نظام کی دی او که د باندې مخالف، په یو نه یو شکل متهم دی، نو که چیرته د ټولو سره ایساب کیتاب شرو شو نو ښه خبره ده خو که چیرته ځینې دې باوجود د دومره اتهامونو د حکومت واګی په لاس کې ولری او نور دې ورته د د مخالف یا بل نوم نږدې نه راپریږدی چې سوله وکړی، نو دا به سمه خبره یا قضاوت نه وی. په دې خبره ډیر بحث کیدلی شی چې نه غواړم ستاسو د لوستونکو وخت پرې ضایع کړم. خو بیا هم وایم چې زما د هر انځور نه غرض د ولس خېر دی، البته که یو نیم وخت په احساساتو یا نا خبرئ کې رانه یوه نیمه خبره یا انځورجوړونه ګډه وډه شی نو بیا زه اکثره وخت د ملګرو نه او یا په عام شکل بښنه هم غواړم، ځکه زه خپله د بلا شی نیمګړتیاو نه ډک یم.

ځلاند: یوازې انځورګری کوئ او که خطاطۍ، پښتۍ ډیزاینېنګ یا کمپیوټری ډیزاینېنګ سره هم بلد یاستئ؟

بس انځورونه جوړومه. خطاطی مې باید زده کړی وی، بس ګوزاره کومه، په کمپوز او دې نورو شیانو نه پیږم.

ځلاند: ستاسې مسلک او دنده انځورګری ده او که د ژوند اړتیاوې د سوداګرۍ یا کومې بلې دندې له لارې پوره کوئ؟

بس په دفتر کې یې ګټم او په انځورونو مې هرڅه لوټ کړل!! مور او پلار، میرمنې، نږدې ملګری او خپلوان راته اکثره پقار وی چې خلکو ځانله بلډنګونه جوړ کړل او ته لا وسم په کیرایی کورونو کې ژوند کوې. نو که ریښتیا خبره شی نو ما خو کومې ډمې نه ګډې کړی چې وروسته له یوې لسیزې ډالری وظیپې زه یو کور نه لرم!! خو بس زه په دې فکر یم چې دا مو وطن او وطنداران دی او دلته به الله یو مړۍ را ورسوی، البته کله نا کله راته خپګان مخې ته شی چې یره یو څه پېسې خو مې خپلو بچو ته بچت کړی وی. خو خیر، زه دومره ساده هم نه یم چې په خپله شخصی ګټه او د نن ورځې په چالاکیو او حرامیتوبونو نه پوهیږم، منحیث د یو انځورګر زه په دې په دې هم پوهیږم چې ځان پکې خارج ته اوباسم او الته بس خپل کاروبار شرو کړم، خو زما د وطن نه د باندې په زړه ساډوبی راځی. که چیرته مې اوسنئ وظیفه ختمه شوه نو بیا مجبور انځورونه پلورل شرو کړم ترڅو یو څو پیسې د ژوند تیرولو لپاره پې پېدا کړم. خو فکر نه کوم چې دلته په افغانستان کې دې په انځور خلک دومره پېسې ورکړی، ځکه دلته خلکو سره د خوراک لپاره پېسې نشته نو انځور اخیستل خو لا لرې خبره ده!! بس دوعا کوۍ چې وظیپه مې جاری وی نو د موفتو انځورګرۍ به هم روانه وی! غواړم یو لنډ شان وضاحت ملګرو ته ورکړم هغه دا چې ما په تیرو لسو کلونو کې په قسطونو یو فور رنر اخیستی دی چې پلیټ مې ورله ۳۹ اخیستی ځکه ما د ۳۹ شمیری لپاره کمپاین کولو، وس مې د موټر قیمت ډیر کم شوی دی نو مجبوری ده او په امقه موټر کې ګرځم، خو ځینې ملګری فکر کوی چې خبرې د باچاخانۍ کوې او ګرځې په فورنرو کې!!

ځلاند: پر خواله رسنیو مو ستاسې په اړه د ځینو روڼ اندو نظرونه راغونډ کړل، ځینو دې ته ګوته نیولې وه چې د عدم تشدد پر خلاف، ځینې وختونه احساسات درباندې غالبېږی. دا خو به د انځورګرۍ اغېزه نه وی؟

بس اغه څنګه وایی چې خپله غلطی د ولو منځ وی، نو ممکن ماته به نه ښکاری. زه خو دا منم چې کله کله زه د کیل نه اوځمه، احساساتی شم، خپله د عدم تشدد خبره کومه خو یو نیم وخت رانه خبره خرابه شی. بس زه هم د ټولنې د یو عام وګړی په شان د ښه او بد حالت نه متاثره کیږم، دفتری وظیپه لرم، دوه میرمنې، اوه ماشومان، بلا شی دوستان او د هغوۍ ستونزې، فساد، د خلکو بدماشیانې، د غیرت په نوم بیغرتی، د مفسدو خلکو د فساد په وړاندې شعارونه او داسې ډیرې نورې خبرې دی چې د هغې زما او زما د فیس بوک او په انځورګرۍ باندې راسن تاثیر وی. نو زه د دغه مشرانو او ملګرو چې تاسو ورته ایشاره کړې ده، خبره منم. بس کوشش کومه چې خپلې نیمګړتیاوې په طریقه او تدریجی شکل کنټرول کړم او ځان اصلاح کړم. خپله عمل وکړم بیا نورو ته د عمل خبره وکړم. دلته یو نیم وخت قضاوتونه هم لنډ لنډ وی، څوک وایی زه طالب یم، څوک وایی د پاکستان جاسوس یم، کله وایی چې د امریکا او یهودو ایجنټ یم، څوک بیا وایی چې خلقی یم، څوک څه او څوک څه وایی. بس هرڅوک راته د خپل اینګل نه ګوری او قضاوت کوی، چې زه یې تر ډیره نه ملامته کوم ځکه دلته خو یوه ستونزه د اعتماد او زغم نه شتون دی، دویم د تعلیم ستونزه، دریم غربت، روان تشدد او فساد. نو بس خلک هم نه ملاتومه، ما کې هم نیمګړتیاوې شته خو دومره وایم چې زه یو پښتون افغان مسلمان یم او تر هرچا لومړی حق راباندې د خپل پښتون قام دی، ځینې مولین راته سره شنه کیږی وایی ته قامپرسته یې، زه ورته وایم، نه زه قامپاله پښتون یم او د پښتون ژوند ژغورل چې په هره مثبته لار وی راته لړمړیتوب لری.

ځلاند: افغانی ټولنه کې نویو انځورګرو یا نورو فنکارانو ته څه خبره لرئ؟

بس د ژوند د هرې شعبې سره چې تړاو لری، منحیث افغان باید لومړنی اولیت د خپل ولس د ژوند د ژغورنۍ لپاره غږ پورته کړی. تشدد ته نه اوایی. تعلیم او بس تعلیم په ځانګړې توګه په خور او لور.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.