ډاکټر ځیرکیار سره مرکه

ډاکټر رحمت ربی ځیرکیار امریکامېشتی د پوهنتون استاد او سیاست‌پوه دی، چې پر سیاست‌پوهنې او فرهنگی مسایلو لیکنې او څېړنې کوی. ځلاند پاڼې له ښاغلی ډاکټر ځیرکیار سره د روانو حالاتو په تړاو لنډه مرکه کړې:

ځلاند: د افغانستان اوسنی د ملی وحدت حکومت کې ډېر ژر ایتلافونه جوړېږی او ډېر ژر له منځه ځی. کله ولسمشر له مخالف ټیم څخه کسان خپلوی او کله یې خپل ټیم ټوټه کېږی. د دې معنا څه ده؟

ځواب:

 په افغانستان کې د امریکې د نیواک په اوږدو کې، د ۳۱۰ کلنې افغان واکمنۍ د ثـقل مرکز ړنګ شوی دی، او د اوسنی ګړبـېـدلی سیاسی قـدرت په چوکاټ کې د جهادی  قـدرتمندانو مادی تنده لا تر دې دمه نه ده ماته شوی. په افغانستان کې واکمنی په مارکېـټ (بازار) اوښتې ده. بې ژمنې، خو قدرت طلبو، ټنګه سرو، سرټیټـو او مصنوعی اشخاصو ته د سیاست  ډګر خوشې شوی دی او په پایله کې یې ټولنه بې اڼـډوله شوې او بې  حیثیته شوې ده. امریکې اشغال شوی افغانستان د چورآبـاد په فُـرمول تنظیم کړی دی: چور یې کړه او د ځان لپاره یې اباد کړه! د نورو دولتونو په شان، په اشغال شوی افغانستان کې هم دولت په درې پښـیزه کرسۍ ولاړ دی چې د هېوادوالو (اتباعو) ازادی او حقوق خوندی کړی: پارلمان قوانین جوړوی، ولسمشر قوانین پلی کوی، او ستره محکمه قـــوانین تفـسـیــروی. د افغانستان د اوسنی دولت درې څانګې (اجرائیه/حکومت، قانونیه/پارلمان، او قضائیه/ستره محکمه )په بې مثاله فساد کې ډوبې دی!

 په افغانستان کې د ۱۶ کلنې روانې وحشی جګړې په اوږدوکې پښتون په  پاڅون کې لګیا دی، خو د جلالت چپن حامد کرزی او دوهــم مفــکر اشرف غنی احمدزی د ولـسـشـرمۍ په مهال د سولې په عالی شورا کې یو پښتون هم مـشـرنه دی ټاکل شوی؟! دغه مسولیت باید ډاکتر عثمان روستار ترکی او ډاکتر فاروق اعظم ته سپارل شوی وای، نـه د ډالرتاریات عاشقانو او هېواد پلورونکو ته!

ځلاند: حکومتی ادارې هم له ستر قانونی کړکېچ سره مخ دی. ولسی جرګه کلونه کېږی چې پرته له ټاکنو پر مخ ځی. دغه راز د اجرایه ریاست څوکۍ لا هم قانونی ځای نه لری. راتلونکو ټاکنو کې هم د دې موقعیت مبهم دی. دغو حالاتو ته په کتو تاسې د افغانستان راتلونکی ته نېک فاله یاستئ او که څنګه؟  

ځــواب:

دا د ټاکل شوی ولسمشر(اشرف غنی) وظیفه ده چې په خپل ټیم کې څوک ونیسی یا یې ورنه وباسی، نه د هغه مهال د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر جان کری(۲۰۱۳تر۲۰۱)! غنی ټول هــغه قدرت لری چې اساسی قـانون ورکړی دی او حکــومت یې له هغــو وزیــرانو جوړېـږی چې  د ولسمشر د مشرۍ لاندې خپلې وظیفې سرته رسوی. د  افغانستان د اوسنی اساسی قانون (۱۳۸۲ل/۲۰۰۳ز)  ۶۰ تر ۷۰ مادې په ولسمشر راڅرخی. د حکومت موضوع په  څلورم  فصل (۷۱ تر ۸۰ مادې) کې خوندی شوې ده. د عبد الله عبدالله (اجراییه ریـیـس/چیف  اِیکسیکوټیو آفـیسر) اداری لقب یو اسم بی مسما دی:  د بهرنی هېواد (امریکې) د بهرنیو چارو د وزیر جان کری له خوا غوره شوی او د هغه په ټینګار کارول شوی دی،  د اوسنی اساسی قانون د جمهور رییس او حکومت  په فصلونو کې دغه ډول لقب یا تشکیل  نـشته او د افغانستان په پخوانو اداری او یا اساسی قوانینو کې هم دغه ډول لقــب نشو مینــدلی. روغه به دا وای چې سیاستوالانو د حبیب الله کلکانی د واکمنۍ په مهال (جنوری تر اکتوبر ۱۹۲۹ز) مروجو «…عناوین  مضحک جرنیل خود مختار و کرنیل خود مختار و امثالـهم آن….»*) ته مراجعه کړی وای او «مجاهد» عبدالله  عبدالله  ځان «رئیس خودمختار افغانستان مقبوضه» ګـڼــلی وای!!

*) میر محمــد صدیق فـرهـنګ، افغانستان در پنج قــرن اخیـــر. ۱۹۸۸ز/۱۳۶۷ل، ۳۹۱مـخ

ځلاند: چې امنیتی اړخ ته راشو، افغانستان کې د ګلبدین حکمتیار له سولې سره د امنیت راوستو ته هیله من یاستئ او که دغه ګام به کومه اغېزه ونه لری؟

ځواب: زه شخصا  ښاغلی  حکمتیار نه پیژنم. خو د تدبیر، تنظیم، زړه ورتیا او د وینا د استعداد په اړه یې پوهـېـږم. حکمتیار د افغانستان د اکثریت (پښتنو) یو کوټلی غړی دی او ترخې تجربې او کړاونه  یې  ګاللی دی. د هغه د دغو کفایتونو او ظرفیتونو په مټ  زما اټکل دا دی چې ګړبېدلی افغانستان د حکمتیارمټ ته اړتیا لری. زما هیله دا ده  چې ټول خپلواکان او په افغانستان او عدالت مین افغانان یو موټی شی!  خوشحال بابا ویلی وو:

کــه  کــښـینم ننګ و ناموس ځی …… که پـاڅـم پاڅی طـوفـان

ځلاند: امریکا بیا هم افغانستان ته پوځیان را استوی، معنا دا چې جګړه به لا هم پر مخ ځی. تاسې څه فکر کوئ، امریکا افغانستان کې ارامی غواړی او که د جګړې دوام؟

ځواب: امریکا کوټلی پانګه وال او جنګی نظام  لری. پانګه وال نظام  بې له جګړې نشی چلیدلی او جګړه نوو وسلو ته اړتیا  لری. نوې وسلې او جګړې د پانګـه وال نـظام تـنده ماتولی شی. دغه ډول په  یو بل  معتاد نظام د دوهمې نړۍ والې جګړې  په اږدو کې په امریکا کې رامینځته شو،  او  ۱۹۶۱ د جنورۍ  په شلمه  نېـته ورته د دوهمې نړیوالې جګړې ستر جنرال آیـزنــهـاور او ورپسې د امریکې  ولسمشر (۱۹۵۳تر۱۹۶۱) په خپله وداعــیه  وینا  کې د  «عسکری-صنـعتی ټلوالې» نوم ورکړ (میلیټری-اینـډسټریل کامپلیکس). د امریکې  کانګرس او نور غټان هم د دغې ټـلـوالې مریدان دی. افغانستان د امریکې لپاره هغه مورچل (سنګر) دی چې چین، روسیه، ایران او هـند ورنه څارل کېـږی. پښتون په افغانستان کې اکثریت دې، خو د یو څو غیرپښتون اقلیتی افغانانو او د امریکې د مرکزی استخباراتو په ګډه پروژه  کې د  سی. أې. اې. د  احصائیو  په  کتاب کې (هر کال  له  جولای ۱۹۹۲راهیسې) د پښتنو قومی او  ژبنۍ احصائې ډېرې ټیټې  ښودل شوې دی. ما د دغې دسیسې په وړاندې په  پښتو او انګریزی ژبو لیکلی عکس العمل وښو. که څوک علاقه لری چې زما تحلیل په پښتو او/یا انګریزی ژبه ولولی، زما سره دې  د ایمیل له لارې  تماس ونیسی. ۶جولای۲۰۱۷

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.