افغانستان کې د سټلایټ عکسونو لرغونې کاروانسرایونه او لارې موندلې

د ۲۰۰۲ م راهیسې یو تجارتی کمپنۍ، د سیټیلایټ (سپوږمکۍ) په مټ، د افغانستان په لکونو عکسونه پوځی افسرانو د لیدو لپاره اخیستل.

شا و خوا ۱۲ کاله وروسته، د شکاګو پوهنتون څېرونکې “جیل شټاین” څرګنده کړه چې په دغو عکسونو کې د افغانستان لرغونې سیمې د پوهانو لپاره د معلوماتو یوه سرچینه کیدېشی. هغې د حکومت نه د دې عکسونو د لیدو اجازه واخیسته او ۴۵۰۰ لرغونی ځایونه یې ورته په نښه کړل.

د شټاین سره امریکې او د افغانستان څېړونکو د سېټیلایټ عکسونو “سکېن ډاټا” نه علاوه د پوځی ډرون الوتکو له خوا اخیستل شوی تصویرونه هم وڅېړل. دوی سره پخوانی پوهان هم مله دی چې پخوا یې افغانستان د لرغونو ځایونو په کیندنو کې یې لاس کوو. په دغو عکسونو کې دوه زره کاله پخوانی کاروان سرایونه او ویالې چې په زمکه یې څوک نشی لیدای، په نښه شول.

په ۲۰۱۵ م کې د امریکې خارجه وزارت د شټاین ډلې ته ۲ میلینه ډالره او هغو عکسونو ته لاس رسی ورکړو چې د نورو په پرتله زیات واضح دی.

دوی د افغانستان په جنوب کې ۱۶ او ۱۷ میلادی پېړیو ۱۱۹ کاروان سرایونه رابرسیره کړل چې د یو بل نه په ۲۰ کلومیټر فاصله کې پراته وو. دغه فاصله به په اوښانو یوه ورځ کې تر سره کیده. هر یو سرای د خاورو دیوالونه لرل چې دواړو غاړو ته یې د فټبال میدان هومره ځای پریښودل شوې و. دلته به په سوونو انسانان او زرګونو اوښان ایساریدل. دغه سرایونه د اصفهان نه واخلې تر ډېلی جوړ وو. دغو کاروانونو د هند نه وریښم، قیمتی کاڼی، مسالې او لرګی، چینی لوښی او وچ مهیان وړل راوړل. د دې کاروان سرایونو د جوړولو هدف دا و چې په تجارت کې ځنډ پیدا نشی.

د سروتار لروغونی ښار چې شا او خوا یې دیوال چاپیره شوی، په اوسنی نیمروز ولایت کې د د ایران پولې ته څیرمه موندل شوی. دا یې له سټلایټ څخه اخیستل شوی عکس دی.

تر اوسه دا باور و چې په ۱۶ پېړۍ کې کله پرتګال د اروپا تجارت ته د هند سمندرګی لاره وښودله نو بیا څوک د زمکې د لارې مرکزی ایشیا ته نه تلل. خو ۱۰۰ کاله وروسته هم پارس نه په زمکه تجارت جاری و.

په شمال کې د ” بلخاب” په غاړه ۲ زره کاله پخوا ودانۍ جوړې وې خو دغې سیند لاره بدله کړه نو خلک هم ترې کډه شول. په دغې سیمې کې پخوا ۷۷ ځایونه په نښه شوی وو. خو د شکاګو ډلې ۱۰۰ نه زیات لرغونی ښارونه او کلی وموندل چې ښایی یو وخت دلته بې شمیره خلکو ژوند کوو. په دې پلټنو د وریښمو د لارې په ټاکلو کې به هم لاس وشی.

په ۱۹۷۰ م کې امریکاې او افغان لرغون پوهانو د “ویلیم ټروسډېل” په مشرۍ، د سیستان او هلمند ۴۰ زره مربع کلومیټر سیمې په سروې لاس پورې کړې و. خو په ۱۹۷۹ م کې د روس په حملې دغه کار وځنډیدو. ټروسډېل اوس ۸۷ کلن او د دغې ډلې سره د سیمو په پیژندلو کې مرسته کوی چې ۱۵ زره عکسونه او نقشې ورسره دی.

دوی د ” پارتی سلطنت” ۲۰۰ نه زیاتې سیمې په نښه کړې چې د لومړی میلادی پېړۍ نه پاتې وو. په دې کې د د ویالو نښې وې چې زر کاله یې دا زمکه خړوبوله. د سیستان په یوه دره کې دوی د بیلا بیلو مذهبونو ودانۍ هم ولیدې چې پکې بودایی سټوپې، ذردشتی اورتون، او یونانی عبادت ځای شامل وو.

په سیتلایټ عکسونو کې د “شهرغلغله” چار چاپېره د کر زمکه او پکې خال خال شګلن غونډۍ ښکاری. دا ښار په یو مربع کلومیټر کې جوړ او دیوال ترې تاو و. د دیوال نه بهرکنده او ورسره د کورونو او د هدیرو نښې دی. بیا په دایره کې یو بل دیوال او د دې دننه هم کنده ده. ورپسې د یو لوی ودانۍ نښې دی چې په ۲۵ میټر لوړ غونډۍ جوړه وه او پکې د یو جومات او ۱۰۰ کوټو نښې دی. زیاتې کوټې ګومبدی او ورباندې د ګچ (خاورې پلستر) ښکلا نښې دی. دیوالونه د پخسې او ځینو ځایونو کې پخې خښتې هم کارول شوی دی.

د سټلایټ څخه اخیستل شوی دا تصویر د اولسمې پیړۍ یو کاروانسراۍ ښیی

په دغو عکسونو څرګنده شوه چې طالبانو د افغانستان لرغونی سیمې نه وې ورانې کړې. برعکس د طالبانو د کنټرول نه بهر سیمو کې زیات ځایونه ویجاړ شوی دی چې د شمالی ټلوالې په لاس کې وې. اوس هم دغو ځایونو ته لا زیات خطر جوړ شوې دی. د سړکونو، پلونو او د معدنیاتو لپاره کیندنو نه علاوه، د لرغونو ځایونو غیر قانونی سپړدل او د توکو لوټل پکې جاری دی.

دغو سیمو ته د نور تاوان د مخ نیوی لپاره شټاین یو جغرافیایی سیسټم جوړوی چې د افغانستان د لرغون پوهنې اداره او د کابل پلتخنیک ترې ګټه واخلی. دا به د مرکزی ایشیا نورو ملکونو لپاره هم یو ماډل وی چې راتلونکی کې یې کارولې شی.

صفیه حلیم

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.