خبرې څنګه وکړو

لیکنې هم یو ډول خبرې دی، خوموږ پرهغو خبرو غږیږو،چې بې لیکه ویل کېږی، په لومړی سرکې دغه خبرې پر دوو ډولو وېشلاى شو: رسمی او غیر رسمی، چې غیر رسمی یې موږ د ملګرو ترمنځ او په عادی ورځنی ژوندکې کوو، مګر رسمی هغه یې په رسمی حالاتواو ځایونوکې کوو. دغه رسمی خبرې په خپله دوه ډوله دی:

د دریځ پرسر او رسنیو کې خبرې.

د رسنیو خبرې:

په دې چوکاټ کې د خبرو پر ډول  د دې مسلک(ژورنالیزم) لارویانو پرېمانه خبرې کړی، او خپل اصول یې وړاندې کړی.

د دریځ پر سر خبرې:

د دریځ پر سر ویاند(Announcer) ترټولوډېر درېږی، نو اړینه ده چې ویاند باید دیوه ویاند ټولې ځانګړنې ولری، لکه:د فصاحت او بلاغت ځواک، مناسبه څېره، برابر غږ، دموضوع اړوند یو څه مالومات،د کلیمو پرېمانه ذخیره،بې تعصبی او ….

پرویاند سربېره هغه څوک چې پر دریځ یو چایاډلې ته غږیږی هم باید خپلو خبرو ته پام وکړی.ځینې وینا وال د دې له پاره چې مقابل لورى تر خپل تاثیر لاندې راولی او خپلې خبرې نېغې پرې ومنی، ډېر په زوره او دلاسونو په خوځولو غږیږی. په داسې حال کې چې ځینې نور بیا ارامې او ترډېره بریده بې حرکته خبری کوی.

دغسې دواړو ډولو ته په خپل حال کې اړتیاده، پردې مانا چې که څوک په داسې ځاى کې خبرې کوی، چې دمقابل لوری علمی کچه ټیټه ، خو احساسات یې ژوندی وی، لومړی ډول خبرو ته ډېره اړتیا ځکه ده ،چې دغه خلک په تفکر او تعقل تابع کولاى نشی، ځکه چې د ده خبرې دوى نه شی تللاى ،خو که دغه خبرې له احساساتو ډکې ورته وشی، دوى هم بې له فکره ترتاثیر لاندې راځی،او منی یی.مګر په هغه ځاى کې چې د خلکو علمی کچه لوړه وی، باید په ارامه فضا کې پر ډاډ او دلیل خبرې وشی. چې دغسې خبرې په ډېرى رسمی ناستوکې اړینې دی.اوپه دغسې ناستوکې باید سړى له لومړی ډول خبرو ډډه وکړی.

ویناوال باید دخپلو خبرو په موضوع پوره حاکمیت او ډېرمالومات ولری، ځینې ویناوال د لغات پرانی په باران کې غواړی خپل ځان په مقابل لوری عالم ومنی، چې دا د یوه ښه ویناوال ځانګړنه نه ده. یو ښه ویناوال باید _که شونې وی_ دمقابل لوری هر اړخیزه مطالعه ولری. په ننګرهارکې د څېړنې یور ورځنی سمینارکې پوهاندزیار خبروته وغوښتل شو، هغه خپلې خبرې داسې پیل کړه: (( زه چې کله له لندنه راتلم، ملګرومې راته ویل چې ته خو ځې ننګرهار ته؛ اوزموږ سلامونه به ورته وایی، نو هغوى سلامونه ویل…))

ماته مې د هیواد دیوه لری ولایت یوملګرى راپه غوږ شو: ګوره! دکمونیست زوى ته، نه بسم الله ، نه سلام ، نه کلام، نه درود…))

پوهاند زیار له یوه اړخه سم پیل ځکه وکړ، چې دى له لندنه راغلى وو، او ده په هماغه ډول پیل وکړ، چې کلونه_کلونه یې په بهر کې خپلې خبرې همداسې پیل کړې دی؛ خو له بله اړخه سم پیل ځکه نه وو،چې پوهاندصیب خپل مقابل لورى سم نه وو، درک کړى، یاهم کېداى شی هغه کُل د جُز تابع ګڼلى وی. مګر اړینه وه، چې هغه خپلې خبرې داسې پیل کړې واى،لکه له ده وړاندې چې نږدې لسوتنو ویناوالو پیل کړې وی. ځکه چې د ده مقابل لندن نه، بلکې جلال ابادوو.

د دریځ په ویناکې باید ویناوال ترډېره بریده ټوله ناسته په پام کې ولری، او خپلې سترګې په یوه لوری یا یوچا کې ښخې نه کړی، مګر د اړتیا په صورت کې پروانه لری. خو بیاهم باید اړتیا او دخبرو نزاکت سره پرتله شی.

دادمحمدناوک

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.