هغه ۵ ټکی چې وړتیا مو څرګندوی او چټک پرمختګ درکوی

ژباړه او زیاتونه: غازی عابد

لکه د ځینو سختو ورځو په څیر، دا سخته وی چې یو کس یا په یو ځل دې ستاسې په ژوند کې لوی او حیرانونکې پرمختګ در په برخه کړی یا شی.

کله چې پوهیږو یو څه یا هر څه له لاسه ورکوو، نو موږ باید دا قوت ځان کې پیدا کړو چې پرې بریالی شئ او له ناوړه پایلې سره مخ نه شو. موږ داسې کولی شو، ځکه په خپل ځان کې یو پټ قوت لرو، هغه ژوند کول غواړی، باید هغه خوټیدونکی قوت رابیداره او ژوندی کړو او لاس په کار شو!

دېته انتظار باید ونه کړو چې یوه وخت به زما داخلی قوت را ژوندی شی، بلکې همدا اوس یې راژوندی کول په کار دی، ځکه که موږ منتظر شو، ښایی نور هم تاوانی شو.

یو بل مهم ټکی چې باید یاد یې کړو، هغه د خپلو افکارو کنټرول لرلو په وسیله کولی شو چې د ژوند له سختو شیبو سره په خپل قوت مبارزه او مقابله وکړو، نو ضرور ده چې باید موږ تل خپل ذهن او فکر په خپل واک او تسلط کې ولرو.

په همدې اړه څو نور مهم ټکی:

۱- وظیفوی ویره مو وویشئ
د خپلې روزمره دندې چې پر تاسې بوج شوې، ځینی برخې پخوانی یا نوی همکار یا کارکوونکی ته وسپارئ چې ترسره یې کړی.

همداراز خپله ویره مو له هغه کس سره شریکه کړئ چا چې صداقت، یووالی او لوړ کاری اخلاقی ښودلی او لرلی دی. ځکه داسې شخص بریالی وی او ښایی تاسې ته ښه مشوره او لاره دروښیی.

۲- مهمو کارونو ته لومړیتوب
په خپل ژوند کې مو لس مهم شیان د یوه لیست په شکل ولیکئ. دا لیست بیا د تشناب په ښیښه کې مخامخ د جنترۍ په شان راځوړند کړئ او هره وخت وګورئ چې کوم کار باید لومړی وشی او سرته راشی.

۳- شجاعت وکړئ
هره ورځ یو هغه کوچنی کار وکړئ چې تاسې ترې ویره لرئ. دا کار په غښتلتیا سره وکړئ. همداراز یاد عمل په فکر او تکراری ډول سره اجرا کړئ. یعنې په ژوند کې داسې روا کارونو سره مخ یې چې کول درته سخت او ناممکن ښکاری، نو ددغسې کارونو لپاره په قوت سره لاس په کار شئ.

۴- وګورئ او زده کړئ
داسې یو څوک په نښه کړئ چې په یو ځای کې وی او غواړې ته هم هغلته ورسیږې. بیا له هماغه/هماغسې سره ملاقات وکړئ، څو له تاسره په هغه پلان کې لازمه مرسته او لارښوونه وکړی چې غواړې د هغوی غوندې ځای ته ورسیږئ.

۵- خپل ځانته مو ارزښت ورکړئ
۵ هغه سببونه یا لاملونه په نښه کړئ چې ستاسې د مرال او همت مخه یې نیولې، بیا په هر یو لامل باندې تمرکز وکړئ او هره میاشت کې یو یو لامل له منځه یوسئ. نو که مثلاً موږ له ځینو جدی ننګونو سره مخ یوو او زموږ د شجاعت مخه یې نیولی وی، تر ټولو ښه لار یې دا ده چې په اوږدمهاله ډول همدا خنډونه یو یو اسانه او له منځه یې یوسو.
په همدې سره به هدف ته ورسیږو او بریالی به یوو.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.