همدردی، همدلی، مهربانی او د دوی په مقابل کښی بې عاطفی توب څه ته وایی؟

لیکنه: نوراحمد فضلی

څلور کلمې چی هره یوه یې بېله مانا او مفهوم افاده کوی. همدردی چی انګلېسی یېSympathy بلل کیږی- دا یوه داسی اصطلاح ده، چی د یو چا د احساساتو، تمایلاتو او عواطفو تصدیق او منلو ته ویل کیږی. د بېلګی په ډول کله کله چی زموږ د دوستانو څخه د یوه مور مړه سوې وی، او یا یې بل دوست د ژوند سر ه مخه ښه کړې وی، نو موږ ورته وایو:”خواشینی سوم چی د مور له مړینې مو خبر سوم. “– یانی په داسی یوه حالت کښی موږ یوازی د نوموړی سره خپل خفګان ښکاره کوو.

په داسی حال کښی چی همدلی یا Empathy بیا د خوږمن؛ دردمن، اړ او ربړو ایسار کړی کس له زاویې پیښی ته کتنه کوو، په بل عبارت، ځان د نوموړی پر ځای احساسوو؛ چی لکه عینی پېښه چی زموږ سره سوې وی. د بېلګی په ډول، زه نوموړی کس ته داسی وایم:” زه ستا په څېره کی غم وینم او په درد دی د زړه له تله پوهېږم او درک کولای یې سم “ – یانی دلته زه داسی احساسوم چی عینې غم پر ما هم راغلی دی؛ زما مور مړه سوې ده او کله چی پر ما داسی یو حالت راغلی وی؛ زه به ځان څنګه احساسوم؟ -طبعاً لکه دی چی یې نن احساسوی.

تر دې وروسته مهربانی یا Compassion راځی، دې حالت کی اوس نو ته پوه سوې چی نوموړی په ستونزه کی دی، د مور مړینی پر ملا مات کړی دی همدله کس خو د ده غم د ځان غم وګاڼه نو اوس ته ورته وایې:” زه څنګه او څه مرسته درسره کولای سم؟ ته چشی ته اړتیا لرې چی زه یې درپوره کړم؟ “ یانی د مهربانۍ په دې حالت کښی موږ دغه کس ته ډاډګیرنه ورکوو، مینه ورکوو او ترخپله وسه یې لاسنیوی کوو.

د دې درو واړو په مقابل کښی بې عاطفی توب دی چی انګلېسی اصطلاح یې Apathy ده. بې عاطفې انسانان تر هغه وخته چی په کومه ستونزه کښی راګیر سوی نه وی، فکر کوی چی دوی نه غم لری، نه درد لری او نه خوږ لری- ځکه نو د نورو انسانانو په احساساتو او عواطفو باندی لوبی کوی، زړونه یې خوږوی، احساسات او تمایلات یې ور ماتوی خو بیا کله چی خپله دوی د یوه ستونزمن حالت سره مخامخ کیږی؛ دلته د خپلو بې تفاوتیو او بې عاطفی توب احساس ورته کیږی. سره له دې دومره خودخواهانه احساسه، دوی د نورو څخه د همدردۍ، همدلۍ او مهربانۍ هیله لری او که څوک ورسره مهربانی یا همدردی و نه ښیی؛ ګیله هم ور څخه کوی.

زموږ په اصطلاح بې عاطفې انسانان یوازی تر خپلو پښو لاندی ځمکه وینی؛ لیری نه ګوری او نه لیری ته فکر کوی. متاسفانه نننۍ نړۍ د بې عاطفی انسانانو څخه ډکه ده، دا چی ولی ځینی انسانان بې عاطفی کیږی؛ بېلابېل عوامل کېدلای سی چی په بله لیکنه کښی به یې وڅېړو. ان شاء الله

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.